ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۰:۳۸
ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو له‌ لوري د ځمکني توتانو کښت زیات شوی دی.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د ځمکني توتانو دغه کروندې تر ډېره په هغو سیمو کې کرل شوي، چې پخوا به په‌کې کوکنار کرل کېدل. ښاغلی محسن زیاته کړه، چې ځمکني توتان د کوکنارو ښه بديل دی او د کر پراختيا په موخه يې هڅې کوي.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي، اوس د ننګرهار په یوشمېر ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل شوي او په خبره یې، د ځمکني توتانو کرکېله ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده.
ښاغلي محسن وایې ځمکني توتان اوسمهال د ننګرهار په سره رود، خوږياڼو،کوټ او دره نور ولسواليو کې پر ۳۵۶ جریبه ځمکه  کرل شوی.
هغه زیاته کړه، چې تېر کال په ننګرهار کې پر ۲۳۵ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وه، چې ۳۱۷.۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړي وه، خو ننګرهار کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ۴۸۰ ټنه اټکل شوی.
بل لورته بزګران او ځمکني توتانو پلورونکي وايي، چې د ځمکني توتانو اخیستونکي او مینوال ډېر شوی او هره ورځ په کافي اندازه توتان پلوري، چې تري ښه عاید ترلاسه کوي.
دوی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، ځکه خو یې کرکیله هم ورځ تربلې مخ پر زیاتیدو ده.
د ننګرهار ځمکني توتان په ښه رنګ او خوند کې ډېر مشهور شوي، ګڼ‌شمېر پېردونکي هم لري، چې له همدې کبله یې بازار هم ښه تود دی.
ځمکني توتان چې له دې وړاندې به هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو را واردېدل، اوس د ننګرهار پر کرنیزو ځمکو کرل شوي، دغه توتان، د ننګرهار سربېره  پلازمېنې کابل او د هېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت