د خوست قلندر کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګيو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۰:۵۲
د خوست قلندر کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګيو وېش لړۍ پیل شوه

د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت قلندر ولسوالی ته ۲۴۳۰ د چهار مغزو نیالګي را انتقال او پر اړوندو کسانو عملآ ووېشل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د خوست د کرنې ریاست پلاوی د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د ددې ولسوالی اړمن بزګران انتخاب کړي، ترڅو یاد نیالګي پر دوی ووېشل شي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، چې د ځنګلونو په بیارغونې سره به د ژوند چاپېریال ته د ورپیښو زیانونو مخه ونیول شي او له  بزګرانو يې وغوښتل، چې خړوبولو، ساتنې او پالنې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت