د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۰:۵۰
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ریاست د ځمکو د تبادلې آمر مولوی غلام فاروق امرخېل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رییس قاري عبدالمجید قیام ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په غوښتنه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ او باميان ولايت شيبر ولسوالۍ کې په ۱۷۰۰ جريبه ځمکه باندې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي غلام فاروق امرخېل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رييس قاري عبدالمجید قيام ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت