د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۴۰زره او ۵۰۰ چارمغزو نیالګیو کېنولو پروژه دوام لري

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۴۵
د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۴۰زره او ۵۰۰ چارمغزو نیالګیو کېنولو پروژه دوام لري

۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
په خوست ولایت کې د ۴۰زره او ۵۰۰ چارمغزو د نیالګیو کېنولو د پروژې چارې په منظمه توګه روانې دي. یاده پروژه د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ځاځي میدان ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په نظارت او د افرین مؤسسې په همکارۍ پلي کېږي. د دې پروژې ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
یاده پروژه د ځاځي میدان ولسوالۍ د مغل خیلو کلي په غرنۍ سیمه کې تطبیق کېږي، چې کارونه یې له مخکې پیل شوي دي. په دې پروژه کې شاوخوا ۶۰۰ کاریګر په کار بوخت شوي او په درې مرحلو کې تطبیق کېږي. تر دې دمه یې دوې مرحلې بشپړې شوې دي او د درېیمې مرحلې کار یې دوام لري.
 لومړنۍ مرحله یې د ۴۰زره او ۵۰۰ کندو کېندل و، چې هرې کندې ۳ متره اوږدوالی، ۸۰ سانتي‌متره سور او ۴۰ سانتي‌متره ژوروالی لاره او نږدې ۵۰ ورځو کې بشپړه شوه.
دویمه مرحله یې په کېندل شویو کندو کې د نیالګیو لپاره د غوچکو کیندل و، چې نږدې ۲۵ ورځې یې دوام درلود.  درېيمه مرحله یې هم دا مهال روانه ده، چې پکې د نیالګیو کېنولو چارې ترسره کېږي، او د مختلفو سیمو څخه نیالګي ورته انتقالېږي.
یاده پروژه د ځاځي میدان ولسوالۍ د کرنیزو شتمنیو د پراختیا لپاره مهمه ګڼل کېږي، چې د سیمې اقتصاد ته هم ګټه رسوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

بازگشت