د کندهار خاکریز ولسوالی کې د پستې بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۱۴
د کندهار خاکریز ولسوالی کې د پستې بڼونه جوړېږي

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو  له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې ادارې«یو،ان،او،ډي،سي» په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د لومړي ځل لپاره د کندهار د خاکریز په ولسوالی کې  د پستې بڼونه جوړوي.
دغه بڼونه د پستې کرکېلې ته د ودې ورکولو او بزګرانو ته د اوږدمهاله اقتصادي فرصتونو برابرولو لپاره جوړیږي، چې د دې پروګرام له مخې، ۱۵ اړمنو بزګرانو ته د یوې شفافې پروسې له لارې ۱ زر ۸۲۵ د پستې نیالګي ووېشل شوه.
پسته یو ارزښتناک کرنیز محصول دی، چې په وچو اقلیمي سیمو کې ښه نتیجه ورکوي او بزګران یې د ثابت عاید لپاره کاري سرچینه ګڼي، د پستې د کرکېلې پراخوالی د بزګران عاید زیاتوي او د کرنیزو ځمکو ارزښت لوړوي. همدارنګه، پسته د نړۍوال مارکېټ لپاره یو لوړ ارزښت لرونکی محصول دی، چې د صادراتو لپاره فرصتونه رامنځته کوي او د کوکنارو د بدیل په توګه د غیرقانوني کرکېلې پر ځای قانوني کرنې ته بزګران هڅوي.
د کندهار د کرنې، وبو لګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیزو محصولاتو تنوع ته وده ورکوي، چې په دې لړ کې تېره اوونۍ هم د خاکریز ولسوالی ۳۲ بزګران ته ۲۰ کیلوګرامه د لوبیا تخم او ۲۵ کیلوګرامه توره سره وېشل شوې وه، ترڅو د نویو بوټو کرنه زیاته او بزګران د مختلفو کرنیزو محصولاتو له لارې خپل عاید زیات کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د لړم میاشتې له ۱۳ تر ۱۶ نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

بازگشت