نورستان کې د بڼوالۍ ودې او ځنګلونو پراختیا لپاره د نیالګیو وېش روان دی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۷
نورستان کې د بڼوالۍ ودې او ځنګلونو پراختیا لپاره د نیالګیو وېش روان دی

د نورستان ولایت برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې، د خوراک او کرنې نړیوالې ادارې اف اې او په مالي ملاتړ او د اف جي اې تخنیکي همکارې مؤسسې په همکارۍ د بڼوالۍ ودې او چاپېریال ساتنې لپاره د نیالګیو وېش دوام لري.  
د دې لړۍ په ترڅ کې ۱۰زره او ۱۸۰ د مڼو نیالګي، ۲زره او ۷۲ د املوک نیالګي، ۸زره او ۹۶۰ د چهارمغزو نیالګي، ۳۰زره د مېوه لرونکو ونو نیالګي او ۶۰۰زره د سفیدارو قلمې وېشل شوې دي.  
د بڼوالۍ ودې، د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي او د چاپېریال ښه‌والي لپاره دا لړۍ لا هم روانه ده، څو بزګر او علاقمندان ترې ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د لړم میاشتې له ۱۳ تر ۱۶ نېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

بازگشت