دننګرهار په استرداد شویو ښارګوټو کې د تعرفو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۵۳
دننګرهار په استرداد شویو ښارګوټو کې د تعرفو د وېش لړۍ پیل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس په ننګرهار کې د درې ښارګوټو د استرداد وروسته د کورونو او سوداګریزو سیمو مالکانو ته د تعرفو د وېش لړۍ پیل کړه او تراوسه پورې ۴۰۰ تعرفي وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د غصب مخنیوي او استرداد کمېسون په ننګرهار کې د دولتزیو، شمشاد مېني او سیاسنګ ښارګوټي امارتي تثبیت کړي وو، چې د کورونو ثبت پروسه پای ته رسېدلې ده او اوسمهال د تعرفو د وېش چارې روانې دي.
ښاغلي محسن وویل، چې په سیاسنګ کې ۴۰۰ تعرفي د کرنې وزارت د اجارې ورکونې ریاست د اصولو له مخې مالکانو ته ورکړل شوي او په نورو ښارګوټو کې به هم دا پروسه په نږدې ورځو کې پیل شي.
د تعرفو دوېش موخه د امارتي ملکیتونو تثبیت، ساتنه او د عوایدو راټولول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت