د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۲۱


۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
دلغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې داکشن اېډ مؤسسې د پروژو مسؤل هندي سریکانتا میسرا، دیادې مؤسسې دختیځ زون مسؤل خلیلزي، د سي بارډ ال پروژې مسؤل ګل ویس وزیر او د انجینري څانګې مسؤل ښایسته ګل معروفي سره وکتل.
په یاده کتنه کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستارمحمد راغلي پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دې ولایت کې داکشن اېډ مؤسسې ترسره شویو پروژو کارونه ښه وارزول او له یاد پلاوی څخه یې وغوښتل، چې د لغمان ولایت د مرکز اړوند تومان بند پروژې کارونه اوس مهال تعلیق حالت کې دي، چې یاد بند د ولسونو لپاره ډېره اړینه پروژه ده په همدې موخه باید رغنیزې چارې یې بیا پیل شي.
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د لغمان ډېری وګړي بې وزله او کمې ځمکې لري، په همدې موخه ډېرو مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، چې ددې ولایت له بزګرانو سره باید د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو، سربندونو جوړولو، د اوبولګولو سیسټمونو جوړولو او د میکانیزه کرکیلې په برخه کې مرستې او هکارۍ ترسره شي، ترڅو دوی له کمې ځمکې څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د اکشن اېډ مؤسسې د پروژو مسؤل هندي سریکانتا میسرا وویل، چې ددې لیدنې څخه یې موخه غوره همغږۍ رامنځته کول او دهغو پروژو چارې بیاپیلول دي، چې کارونه یې ځنډول شوي دي. ښاغلي میسرا د کرنې ریاست مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په یادو برخو کې به دکرنې ریاست غوښتنو ته رسېدنه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت