د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو فابریکې د احاطې دېوال رغنیزې چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۰
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو فابریکې د احاطې دېوال رغنیزې چارې په بشپړېدو دي

۲۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې د یاد شرکت اړوند د زیتونو فابریکې د احاطې دېوال رغنیزې چارې پیل شوي، چې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې رغنیزې چارې به یې په نږدې ورځو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د چارواکو په خبره یاد دېوال چې ۱۶۷۷ متره اوږدوالی لري د نږدې څلورنیم میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي، چې په رغنیزو چارو کې یې یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د زیتونو فابریکې خوندیتوب او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د ننګرهار کانال شرکت د زیتونو تېلو او زیتونو پروسس فابریکه د هډې فارم اړوند پر ۲۷ نیم هکتاره ځمکه فعاله ده چې لسګونه کسان په‌کې پر کار بوخت دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت