د خوست باک ولسوالی کې د زیتونو بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۴
د خوست باک ولسوالی کې د زیتونو بڼونه جوړېږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د خوست ولایت د باک ولسوالی په «سپیرکي، توکاک او کوټکی» کلیو کې د زیتونو نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه، چې په ترڅ کې به یې ۱۵ زره د زیتونو نیالګي کېنول شي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه نیالګي د باک ولسوالی د یادو کلیو شوراګانو ته ورکړل شوي، چې د زیتونو د تخریب شويو سیمو د بیارغونې ترڅنګ به د زیتونو نوي بڼونه هم جوړ شي.
خوست دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات لري او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي.د زيتونو تيل نه يوازې د خوراک لپاره مهم دي، بلکې په طبي، درملو، او ښکلايي محصولاتو کې هم کارول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۷
Background image

دهلمند موسی قلعه ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت او ګډې کمیټې لخوا په یاده ولسوالی کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۶
Background image

میدان وردګو کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت