لغمان کې پر ۲۵۰ هکټاره د زیتونو نوي بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۳۴
لغمان کې پر ۲۵۰ هکټاره د زیتونو نوي بڼونه جوړېږي

۲۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ د علیشنګ او قرغیو ولسوالیو پر ۲۵۰ هکټاره ځمکه کې د زیتونو بڼونه جوړېږي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د دغو بڼونو د جوړولو په موخه پر یوشمېر بڼوالو د زیتونو نیالګي وېشل شوي دي، چې د دوی له خوا به په اړوندو بڼونو کې کښېنول شي.
ددغو بڼونو د جوړولو موخه د بڼوالو ملاتړ، په دې ولایت کې د زیتونو بڼونو ترویج او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا  ته زمینه برابرول دي.
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د لغمان دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو دبڼوالۍ سکتور ته په دغه ولایت کې لاپراختیا ورکړي، په همدې موخه  تر دې  وړاندې هم په  ۱۵ جریبه ځمکه کې د مالټو بڼونه جوړ شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هیله لري، چې د بڼونو پراخوالي او د نویو بڼونو جوړېدو له لارې نه یوازې د سیمې اوسېدونکو ته د کار فرصتونه زیات شي، بلکې د زيتون تېل، اچار او نور تولیدات به په پراخه کچه نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت