د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

۲۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ملي شتمنیو د ساتنې په موخه د پراخو هڅو په دوام، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه، د بولدک ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤلینو د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي لپاره کمپاین ترسره کړ.  
د دې کمپاین په ترڅ کې د بولدک ولسوالۍ د پنځمې ناحیې په سیمه کې د سسي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه. مسؤلین وایي چې یو شمېر کسانو غوښتل دغه بوټي په غیرقانوني ډول انتقال او وپلوري، خو مسؤلینو په وخت اقدام وکړ او د دې عمل مخه یې ونیوله.  
د بولدک ولسوالۍ د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤل وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي، ساتنې او پوهاوي په موخه څارنې ترسره شوې دي. د دې ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلي بوټو د ارزښت، ساتنې او پرېکولو د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.  
مسؤلینو له خلکو وغوښتل، چې د ځنګلونو له پرېکولو ډډه وکړي او د هغوی په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي، څو د هېواد ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي. هغوی ټینګار وکړ چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه ور نه کړي او د دې برخې د لا ښه تنظیم لپاره نور اقدامات هم ترسره کوي.  
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره کړي دي. تېره ورځ هم په کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت