د عشر او زکات لوی رییس د بغلان د کرنې له رییس او د عشر او زکات مسوولینو سره وکتل 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۱۰
د عشر او زکات لوی رییس د بغلان د کرنې له رییس او د عشر او زکات مسوولینو سره وکتل 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي نداءمحمد عابد او ورسره مل پلاوي د عشر او زکات راټولولو بهیر د څارنې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ.  
په دې سفر کې، نوموړي د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي رحیم‌الله احدي، د عشر او زکات راټولولو له آمر قاري محمد فرید نوري، د محاسبې او عوایدو له آمر مولوي شاه محمود ترابي، د کرنیزو چارو له آمر مولوي نعمت‌الله نوري، د عشر او زکات مرکزي کارکوونکو او د دې ولایت د ۱۵ ولسوالیو د عشر او زکات راټولولو له مسوولینو سره وکتل.  
په دې ناسته کې، د عشر او زکات راټولولو د بهیر، شته ستونزو، ننګونو او د حل لارو پر موضوعاتو خبرې وشوې، او د مسؤلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول.  
د کرنې وزارت د عشر او زکات راټولولو لوی رییس وویل چې دا سفر د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري په لارښوونه ترسره شوی، چې موخې یې د عشر او زکات د راټولولو له بهیر څخه څارنه، کارکوونکو ته پوهاوی ورکول او د سیمه‌ییزو چارواکو او مخورو همکاري جلبول دي. نوموړي د بغلان د کرنې له ریاست څخه وغوښتل، چې د عشر او زکات آمریتونو له مسوولینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.  
په دې ناسته کې د عشر او زکات د محاسبې او عوایدو آمر مولوي شاه محمود ترابي، د کرنیزو چارو آمر مولوي نعمت‌الله نوري او د عشر او زکات آمر قاري محمد فرید نوري د اسلام له نظره د عشر او زکات راټولولو پر اهمیت خبرې وکړې او د شته ستونزو او ننګونو یادونه یې وکړه.  
همداراز، د ولایتي او ولسوالیو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ، د عشر او زکات له لارې د راټول شویو توکو د پلور، د راټولولو سلنې، د توکو د ساتنې او څارنې او بانکي حساب ته د راټولو شویو پیسو د لېږد پر موضوعاتو هم بحث وشو.  
په پای کې، د بغلان د کرنې رییس، د عشر او زکات مرکزي او د ولسوالیو مسوولینو د کرنې وزارت د عشر او زکات راټولولو لوی رییس ته ډاډ ورکړ، چې د عشر او زکات راټولولو بهیر به لا ښه تنظیم کړي او هر اړخیزه همکاري به ورسره وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

نورستان کې دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشراو زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د یوې پلاوي په مشر لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

بازگشت