د کندهار دامان کې پر لسګونو بېوزله مالدارانو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۳:۴۳
د کندهار دامان کې پر لسګونو بېوزله مالدارانو مرستې ووېشل شوې

۱۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. ان. او. ډې. سي) په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د دامان ولسوالی پر ۲۰ تنو اړمنو او بېوزله مالدارانو د مالدارۍ اړین توکي او د څارویو روغتیا لپاره درمل ووېشل شول.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته د مایع ګاز ډبه، شېدو راټولولو لپاره فلزي سطل، د شېدو د انتقال لپاره فلزي ډبه، د شېدو مایع کولو لپاره فلزي لوښی (کټوه)، د شلومبو مایع کولو لپاره فلزي غړکه، جالۍ، لوټه، دست کشې، بورس، او همدارنګه د څارویو روغتیا ته د پاملرنې په موخه ۵ قلمه مختلف درمل ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د هغوی لپاره د مالدارۍ اړینې اسانتیاوې برابرول، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول، او د کورنیو اړتیاوو پوره کول دي، ترڅو مالداران وکولای شي له دې مرستې څخه ګټه پورته او خپل اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کندهار په پنجوایې او ډنډ ولسوالیو کې هم د ۴۵ تنه اړمنو مالدارانو سره دې ته ورته مرسته ترسره شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت