د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۸:۲۴
د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته د غنمو کروندو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، د ناروغیو او افتونو کنټرول او مخنیوی، تیلي نباتاتو، حبوباتو کرکیلې، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شېدنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
د دایمیرداد ولسوالی د کرنې مسؤلینو وایي، چې دغه روزنیز پروګرام به ددې سیمې د بزګرانو  په کروندو کې شته ستونزې حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د دایمیرداد ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.
د چارواکو په خبره د یادو روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول دي، چې په راتلونکې کې دوی وکولای شي، له خپلو کروندو څخه غوره حاصلات ترلاسه او نورو بزګرانو ته د مسلکي کرکیلې په برخه کې سلا مشورې ورکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

نورستان کې دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشراو زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنیزو څېړنو په پار فارم جوړېږي

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د یوې پلاوي په مشر لغمان ته د سفر په ترڅ کې ددې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

بازگشت