د کندهار خاکریز کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۶
د کندهار خاکریز کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي

۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت مقام په ځانګړې لارښونه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي او مسلکي همکارۍ، د اقتصاد او کلیو پراختیا ریاست په همغږۍ او د کانونو ریاست په پراختیایي بودیجه، د کندهار خاکریز ولسوالی د بي بي ګوهر او تمبیل په سیمه کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه چکډېمونه جوړېږي، چې تخنیکي سروي یې د کرنې ریاست انجنیرانو او اړوندو ریاستونو استازو له لوري ترسره شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني وایي، چې د یادو چکډېمونو د جوړېدو چارې به د راتلونکو اونیو په لړ کې پیل شي، چې په ترڅ کې به یې د اوبو زېرمه کولو دوه چکډېمونه په اساسي او پایدار ډول جوړ شي. نوموړي زیاته کړه، چې د چکډېمونو په رغنیزو چارو کې به د یادې ولسوالی سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته د لنډ وخت لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
د غو چکډېمونو د جوړېدو موخه د اورښتونو د اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول، او د بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو ستونزې کمول دي.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د کندهار د ارغستان ولسوالی په سردرې سیمه کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت