د کرنې وزارت پلاوی په کندهار کې د چرګانو دانې تولیدي کارخونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۲۲
د کرنې وزارت پلاوی په کندهار کې د چرګانو دانې تولیدي کارخونو څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو ګډ پلاوی، چې د طیور، حشراتو او کبانو روزنې لوی رییس او د چرګانو د روزنې عمومي مدیران یې غړي دي، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چرګانو د داني تولیدي کارخونو څخه څارنه وکړه او د چارواکو سره یې اړوند موضوعات وڅېړل. 
یاد پلاوی د کندهار د مالدارۍ آمریت په ملتیا، شاوخوا لس تولیدي کارخونې وکتلې. د دې څارنې پر مهال، د کارخونو تنظیم، د چرګانو د دانې خام مواد، د چرګانو د خوراکي ډولونه، تولیدي ماشینرۍ، د دانې کیفیت او ظرفیت و ارزول شو. د څارنې په پای کې، پلاوي د هرې کارخونې څخه ازمایښتي نمونې واخیستې، چې د کرنې وزارت په لابراتوار کې به د ټیسټ وروسته د دانې کیفیت وڅېړل شي.
همدارنګه، د کارخونو چارواکو د ځمکې، کاریګرو، اوبو او بازارموندنې اړوند ستونزې له پلاوي سره شریکې کړې، ترڅو د حل لپاره لازم اقدامات وشي. د کرنې وزارت پلاوي ژمنه وکړه، چې د دغو کارخونو د ودې او کورني تولید د ملاتړ لپاره به اقدامات ترسره کړي، ترڅو د سیمې اقتصاد پیاوړی او د وارداتو اړتیا کمه شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د ښوراندام صنعتي پارک شمالي او جنوبي سیمو کې د چرګانو د داني تولید لپاره لس کارخونې موجودي دي، چې د چرګانو دانې تولیدوي او هره ورځ په زیات شمېر دانه بازار ته وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت