پکتیکا کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳
پکتیکا کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه 

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو ددې ولایت په مرکز شرنه  کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وکړه، څو د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخه ونیسي.  
د دې څارنې پر مهال، درمل پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې د بې‌کیفیته درملو له پلور څخه ډډه وکړي، حیواني او نباتي درمل سره جلا وساتي، د درملتونونو پاکوالي ته پام وکړي، او خپلې چارې د کرنې وزارت د اصولو مطابق پر مخ یوسي.  
همداراز، هغه درملتونونه چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه لرل یا د جواز موده یې پای ته رسېدلې وه، وتړل شول. پلورونکو ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره خپل جوازونه نوي کړي. پر دې سربېره، هغو درملتونونو ته چې غیرمسلکي کسانو اداره کول، لازمې سپارښتنې وشوې.  
د دې ارزونې موخه د غیرمسلکي کسانو له لوري د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو، او غیرقانوني درملو د پلور مخنیوی و.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

خوست کې د کیلې کرنه؛ یو بزګر د زحمتونو  په درشل کې نوې هیلې را ژوندۍ کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت یو تن بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې دغه مېوه لرونکی بوټی په دغه ولایت کې په خورا بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ  کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مرسته  ۳۰ تنو بزګرانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه «ان.سي.آر.او» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او. . .

بازگشت