د ننګرهار د فارم جدید نیالګیو روزنځایونو کې دسخت زړو مېوو د کرلو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۸
د ننګرهار د فارم جدید نیالګیو روزنځایونو کې دسخت زړو مېوو د کرلو چارې پیل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي زېرمو امریت په فارم جدید نیالګیو روزنځايونو کې د سخت زړو مېوو (لوکاټ او زردآلو) کرلو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په فارم جدید کې لوکاټو ۱۲۰۰ بوټي (بزغلي) په پلاستیکي خریطو کې د سرسبزۍ او لوکاټو د ښه حاصل ترلاسه په موخه وکرل شو.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې فارم په نیم جریبه ځمکه کې د زردآلو ۲۰ کیلو تخم هم د زردآلو د ونو ترویج په موخه وکرل شو.
نوموړې وویل، چې دفارم جدید نیالګیو روزنځايونو سربېره په غلام حیدرخان او نملي تاریخي بڼونو کې دمېوه لرونکو، بې مېوې او زینتي بوټو په بېلابېلو سیمو کې د نرمکارۍ، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول او نوري کرنیزې چارې روانې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت