کندهار کې ۳۰ زره کوچني څاروي د چنجیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شول 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
کندهار کې ۳۰ زره کوچني څاروي د چنجیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شول 

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په اوو ولسوالیو کې د چنجیو ضد واکسین کولو کمپاین ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۳۰ زره کوچني څاروي واکسین شول.  
یاد واکسین د پنجوایي، نېش، غورک، میوند، سپین بولدک، خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې د څه‌باندې یوې میاشتې په موده کې د ولسوالیو پارا وټرانو له لوري تطبیق شو، چې د هر څاروي لپاره یې ۲.۵ افغانۍ لګښت درلود، ترڅو دا مرسته د مالدارانو لپاره پر وخت او مؤثره وي.  
د دې واکسین موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه او د چنجیو ناروغیو مخنیوی وو.  
یاده دې وي، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ، په کندهار کې ۲۵ زره غواګانې د طبق ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شوې وې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې پیل شوې

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالی د مانده لالی آغا چکدېم رغنیزې چارې؛ کرونده کې د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو رییس مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

د کندهار غورک ولسوالی کې پر زرګونو کوچنیو څارویو د ریخک ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري، د غورک ولسوالی په کچه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست مسلکي بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر پیل شو

۲۸ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کار اهل کسانو ته د کار د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د مسلکي بستونو لپاره د وړ داوطلبانو څخه د. . .

بازگشت