د کندهار نوروزي فارم کې کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې ۳۵ سلنه پرمخ تللي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۵:۴
د کندهار نوروزي فارم کې کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې ۳۵ سلنه پرمخ تللي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځانګړې لارښونه او پراختیایي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د دوو خصوصي شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۸۳جریبه ځمکې لپاره د شپږو طبقو کیندنې، لیزر لېول او هموار کاري چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله یې چارې۳۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د نوروزي فارم ټولټال ځمکه ۴۵۰ جریبه ځمکه ده، د یادې ځمکې څخه به ۱۸۰ جریبه کنده کاري، ۱۰۶ جریبه هموار کاري او د یادو چارو د ترسراوي وروسته به د فارم پاتې ځمکه هم هموار کاري شي.
د کیندنې او هموار کاري چارو لپاره د ماشینري ترڅنګ شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې پکې ۱۵ فني او شاوخوا ۲۵ غیرفني کارکوونکي شامل دي. چې ټولې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کیندنې او هموار کاري موخه د نوروزي فارم د ځمکې بشپړ چمتو کول دي، ترڅو د کرنې لپاره ځمکه هواره او برابرشي، کرنیزو فعالیتونو ته اسانتیاوې رامنځته شي، ځمکه اصلاح شي، د فارم د ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه او د ځمکې سطحه منظم او پایښت لرونکی شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت