ننګرهار کې دنږدې ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت د ۷ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۲:۲۴
ننګرهار کې دنږدې ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت د ۷ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او نوي ټکنالوژۍ رییس مولوی معاذالله عادل په داسې حال کې، جې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، دبټي کوټ ولسوال قاري معین فیضي (محمد یاسر حقاني) او يو شمېر نورو مسئولينو حضور درلود په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې ديو چکډېم رغنیزې چارې په پرانیستې سره په ۷ ولسوالیو کې د چکډېمونو چارې پيل کړې.
د ننګرهار کرنې ییس مولوي محمدولي محسن  وويل، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله د ځانګړې لورينې له مخې د هېواد په کچه د چکډېمونو د جوړولو په لړ کې د ننګرهار په ولایت کې هم ۷ چکډېمونه جوړېږي، چې پیل یې بټي کوټ له ولسوالی څخه وشوه.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د ملي بوديجې له لارې دنږدې ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت دننګرهار په اچین، ګوشته، هسکه مېنه، پچیراګام، کامه، مهمندره او بټې کوټ ولسوالیو کې د بارانې اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو د سطحي لوړولو په موخه ۷ چکډېمونه جوړېږي، چې ديوې مياشتې په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او نوي ټکنالوژۍ د ترویج رییس مولوي معاذ الله عادل وویل، چې دافغانستان په ټولو ولسوالیو کې د یو ـ یو چکډېم د اوبو زېرمه کولو، سېلابونو مخنیوي او چینو او کاریزونو تاندولو لپاره جوړوي، چې په ځینو ولایتونو کې یو شمېر چکډیمونه بشپړ شوي او په یوشمېر نورو هغو کې اوس پیل شوي، په ننګرهار کې ۱۵ چکډېمونه تکمیل شوي او د پاتي ۷ چکډېمونو جوړولو چارې پیل شوي.
هغه زياته کړه، چې د بټي کوټ ولسوالی د شبدیاني  سيمې چيکډېم د۲.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي، چې ۳۳.۷ متره پراخوالی، ۶۳متره اوږدوالی، پنځه نیم متره جګوالی لري او  ۵۰۰ جريبه ځمکه به خړوب کړي. همدا راز  د یادو چکډېمونو په رغنیزو چارو کې دسیمي سلګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت