د کندهار د ډنډ مسلخ کې سلګونه څاروي معاینه شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۷
د کندهار د ډنډ مسلخ کې سلګونه څاروي معاینه شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې ۶۳۱ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۳۳۲ پسونه، ۲۵۷ وزګړي او ۲۹ غوایي شامل دي. له دې ډلې،۱۳ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم په همدې مسلخ کې څه باندې ۶۵۰ سوه څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت