جوزجان او فارياب ولايتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
جوزجان او فارياب ولايتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه جوزجان او فارياب ولايتونو کې د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا په لاره اچول شوی په داسې حال کې چې د اراضۍ لوی ریاست او د يادو ولايتونو د مختلفو څانګو مسؤلينو ګډون درلود د يادو ځمکو د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه په يادو ولاياتو کې لاسلیک شول چې دغه سندونه به د نورو اجراآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د دواړو ولاياتو مسؤلينو ددغه کار د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د تطبيق او همدارنګه د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې ښه اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت