د کندهار د ډنډ مسلخ کې سلګونه څاروي معاینه شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۰
د کندهار د ډنډ مسلخ کې سلګونه څاروي معاینه شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې ۶۵۰ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۳۴۲ پسونه، ۲۶۷ وزګړي او ۳۱ غوایي شامل دي. له دې ډلې،۱۰ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم په همدې مسلخ کې څه باندې ۱۱ سوه څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت