د ځنګلونو د ساتنې کمېټې چارواکو د پکتیا له والي سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۴
د ځنګلونو د ساتنې کمېټې چارواکو د پکتیا له والي سره وکتل

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاروکي وایي، چې د ځنګلونو ساتنې او شنو ونو دپرېکولو د مخنیوي کمېتې غړو د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد سره په کتنه کې د ځنګلونو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې خپل راپور وړاندې کړل. 
پيل کې د يادې کميټې غړو د خپلو فعاليتونو په تړاو معلومات شريک کړل او د پکتیا والي ته يې ډاډ ورکړ، چې تر ډېره پکتيا ولايت کې د ځنګلونو د وهلو مخنيوی شوی او خلکو ته په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکول شوی، چې ځنګلونه عامه شتمني ده او ساتل يې د چاپېريال او سیمې لپاره حياتي ارزښت لري.
د کميټې غړو د ځنګلونو وهلو د مخنيوي او سون توکو د بيو د‌ کنترول په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه له والي سره شريک کړل.
د پکتیا والي د يادې کميټې هلې ځلې وستايلې او ټينګار يې وکړ، چې ځنګلونه ملي شتمني ده او ساتل يې د ټولو شريک مکلفيت او زيمواري ده.
د پکتیا والي ټينګار وکړ، هغه وچ لرګي چې خلکو په کورونو کې ساتلي دي، د ټاکل شوي نرخ مطابق دې تر محدود وخت پورې وپلوري او اړوند مسؤلین دې نور هم د ځنګلونو د قطع کېدو مخنيوی، د سون توکو  نرخونو کنترول او احتکار مخنيوی ته متوجه شي او هغه څوک چې په ياده برخه کې تخلف کوي عدلي او قضايي ارګانونو ته دي معرفي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت