دهلمند د بولان نیالګیو روزلو قوریه کې د زردالو او نارنجو د تخمونو کرلو چارې پیل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۴۲
دهلمند د بولان نیالګیو روزلو قوریه کې د زردالو او نارنجو د تخمونو کرلو چارې پیل شوې

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند مرکز لښکرګاه د نیالګیو روزلو قوریه کې د  مسلکي کارکؤنکو لخوا د نارنجو او زردالو د تخمونو کرلو چارې پیل شوي دي.
ددغې کرنې په لړ کې دنارنجو تخمونه په لس زره  پلاستیکي خریطو کې کرل کېږي، چې د راشنه کېدو او بدني ودې ښه کېدو وروسته به جیوه یي ځمکې ته انتقال شي او هلته به بیا  په مسلکي ډول وروزل شي .
ددې تر څنګ د زردالو ١٥٠ کیلوګرامه تخمونه هم په مسلکي ډول کرل کېږي، ترڅو په راتلونکي کې ورڅخه باکیفیته نیالګي په لاس راشي.
نوموړي نارنج او زردالو به د ښې روزنې څخه وروسته دکرنې  ادارې د ځانګړې کړنلارې له مخې د هلمند ولایت اړوند بزګرو، ځمکوالو، عام المنفعه تاسیساتو او مقدسو ځایونو د سرسبزۍ په موخه راتلونکي کال ته ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۶
Background image

روسیه مېشتو افغان پانګه‌والو سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

نورستان کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره مهمې ناستې؛ د پروژو شفاف تطبیق، د بزګرانو ملاتړ او د ځنګلونو ساتنه لومړیتوب وبلل شول

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کچه درې مهمې جلا ناستې ترسره شوې، چې پکې د همکارو مؤسسو ترمنځ همغږي، د راتلونکو. . .

بازگشت