هرات کې یو ۵۰۰ ټني سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۴:۴۲
 یک سردخانه‌ی ۵۰۰ تنی در هرات به بهره‌برداری سپرده شد

۲۷ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په دې ولایت کې د کرنیزو توکو یوه معیاري سړه خونه چې د ۵۰۰ ټنه کرنیزو توکو د ساتنې وړتیا لري ګټې اخیستنې ته وسپارل.
دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د سوداګریز بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې موسسې «CHAMP»او د امریکا متحده ایالاتو نړیوال پراختیایي ادارې «USAID»په همکارۍ یوې کورني پانګوال ته جوړه شوې ده.
په هغه غونډه کې، چې ددې سړې خونې د ګټې اخیستنې په موخه جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی له « زیارت‌جایي » خصوصي شرکت چې، ددې سړې خونې د جوړولو په پار د «سب سایډي» په ډول کار کړی او د سوداګریز بڼوالۍ او کرنیز بازارموندنې له موسسې نه مننه وکړه. هغه ددې موسسې کړنې ارزښتناکې وبلل.
ښاغلی درانی وویل: «د هېواد له ټولو پانګوالو غواړو چې په ملي پروسو کې د ونډې اخیستلو په پار دې ګام وچت کړي، نه یواځې خپل ځان ته بلکې ټولو هېوادوالو ته اساسي کارونه وکړي.»
په ورته وخت کې د زیارت‌جایي شرکت مرستیال عبدالله وهاب‌زداه چې ددې سړې خونې مالکیت لري، ددې سړې خونې د اهمیت په هکله وویل: «دغه سړه خونه د تازه او وچو مېوو د ساتنې په برخه کې ډېر زیاد اهمیت لري، موږ کولای شو، چې له دې سړې خونې څخه د انګورو او نورو مېوو په ساتنه کې ګټه پورت کړو او ددې سړې خونې په جوړولو کې د کرنې وزارت له همکاریو مننه کوو.»

دغه سړه خونه د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده. ددې سړې خونې د جوړولو ۵۰ سلنه لګښت د پانګوال شرکت او ۵۰ سلنه نور یې د ««CHAMPموسسې په همکارۍ د کرنې وزارت له خوا ورکړل شوې ده.

باید وویل شي، چې دکرنې وزارت له خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د دوولس ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو لومړني چارې بشپړ شوي دي او ټاکل شوې ده، چې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له خوایي د چارو عملي کولو لړۍ ډېر ژر پیل شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت