د خوست علیشېر او تریزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۲۷
د خوست علیشېر او تریزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپار د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د علیشېر او تریزیو ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته د غنمو کروندو جوړول او تنظیم، د ځمکې خړوبول، د ناروغیو او افتونو کنټرول او مخنیوی، د حاصل راټولولو لاروچارو، د کیمیاوي سرو او درمل شېدنې په برخه کې روزنه ورکوي.
د علیشېر او تریزیو ولسوالی د کرنې مسؤلینو وایي، چې دغه روزنیز پروګرام به ددې سیمې د بزګرانو  په کروندو کې شته ستونزې حل کړي، په حاصلاتو کې یې زیاتوالي راشي، په کمو اوبو سره زیاته ځمکه خړوبه کړي او ترڅنګ حفظ الصح ته ځانګړي پاملرنه وکړي.  
د چاراوکو په خبره ددې پروګرام د پیل په ورځ پر ۲۶۰ بزګرانو د غنم ساتلو او زېرمه کولو توکي هم وېشل شوي دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د علیشېر او تریزیو ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت