د کندهار نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۲۷
د کندهار نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې پیل شوې

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځانګړې لارښونه او پراختیایي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د دوو خصوصي شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۸۳جریبه ځمکې لپاره د شپږو طبقو کیندنې، لیزر لېول او هموار کاري چارې پیل شوې. 
د نوروزي فارم ټولټال ځمکه ۴۵۰ جریبه ځمکه ده، د یادې ځمکې څخه به ۱۸۰ جریبه کنده کاري، ۱۰۶ جریبه هموار کاري او د یادو چارو د ترسراوي وروسته به د فارم پاتې ځمکه هم هموار کاري شي.
د کیندنې او هموار کاري چارو لپاره د ماشینري ترڅنګ شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې پکې ۱۵ فني او شاوخوا ۲۵ غیرفني کارکوونکي شامل دي. چې ټولې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کیندنې او هموار کاري موخه د نوروزي فارم د ځمکې بشپړ چمتو کول دي، ترڅو د کرنې لپاره ځمکه هواره او برابرشي، کرنیزو فعالیتونو ته اسانتیاوې رامنځته شي، ځمکه اصلاح شي، د فارم د ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه او د ځمکې سطحه منظم او پایښت لرونکی شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت