د کندهار غورک کې څلور زره څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۶
د کندهار غورک کې څلور زره څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

د کندهار ولایت غورک ولسوالۍ کې د څلور زره کوچنیو څارویو لپاره د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو. دغه کمپاین د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې او د غورک ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکارۍ ترسره شو..
د واکسین د تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پراختیا، د څارویو د محصولاتو زیاتوالی او د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه ده.
د کرنې ریاست په وینا، د چنجیو ضد یاد واکسین ټولټال ۳۰ زره دوزه دی، چې د تطبیق کمپاین یې دوه اونۍ وړاندې د کندهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیل شوی و. د پنجوایي، نیش، میوند، سپین بولدک، خاکریز، ارغستان، او غورک ولسوالیو پاراوټرانو د یادو واکسینونو د تطبیق چارې په بریالیتوب پر مخ وړي..
یاد واکسین به د څارویو د روغتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي او د مالدارانو اقتصادي حالت ته به مثبتې اغېزې ولري. د کرنې ریاست او همکارو ادارو د دې کمپاین د دوام ډاډ ورکړی، څو د مالدارۍ سکتور ته لا زیاته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت