د ننګرهار کوټ کې بزګرانو او بڼوالو ته دکتاري کرنې او یوریا سپرې په پار لازمې سپارښتنې وشوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۱۸
د ننګرهار کوټ کې بزګرانو او بڼوالو ته دکتاري کرنې او یوریا سپرې په پار لازمې سپارښتنې وشوې

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د کوټ ولسوالی د تریلي، پاس میران او لاندې میرانو کلیو کې په سخت زړو مېوو کې د یوریا سرې استعمال او عملي جوړولو چارې ور وښودل شوې.
دغه راز دکتاري کرنې پر ارزښت، کرنیزو عملیو، ناروغیو مخنیوي، اوبو لګولو، حاصل زیاتوالي او نورو ګټو معلومات ورکړل شو. همدارنګه بزګرانو ته د کرنیز تناوب مراعتولو، د حلالو او با ارزښته نباتاتو د کرلو سپارښتني هم وشوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکي هره ورځ پخپلو ولسوالیو کې بزګرانو او مالدارانو ته په بېلا بېلو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت