د کرنې وزیر د تخار ولایت د خواجه‌بهاءالدین ولسوالی له اوسېدونکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۱۵
د کرنې وزیر د تخار ولایت د خواجه‌بهاءالدین ولسوالی له اوسېدونکو سره وکتل

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د تخار ولایت د خواجه خواجه‌بهاءالدین ولسوالی له یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سیمې مشرانو د کرنیزو ځمکو د اجارې، د څړځایونو او علفچرونو د ساتنې، او د خپلو سیمه ییزو سرچینو د اغېزمنې استفادې په اړه د کرنې له وزیر سره خبرې اترې وکړې.
مولوي عطاالله عمري د دغو مشرانو د هڅو او نظرونو ستاینه وکړه او د طبیعي سرچینو د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه اړوندو برخو ته د کرنیزو ځمکو د اجارې په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.
دغه لیدنه د دې لپاره ترسره شوه، چې د سیمې د سرچینو د ښه استفادې او د کرنیزې ودې په برخه کې د خلکو او د کرنې وزارت ترمنځ همکاري نوره هم پیاوړې شي.

وزیر زراعت با باشنده‌گان ولسوالی خواجه‌بهاءالدین ولایت تخار دیدار کرد
۸ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تعدادی از باشنده‌گان و بزرگان  ولسوالی خواجه‌بهاءالدین ولایت تخار دیدار کرد.
در این دیدار، بزرگان منطقه در مورد مسائل مهمی چون اجاره زمین‌های زراعتی، حفاظت از مالچرها و علفچرها و استفاده مؤثر از منابع بومی‌شان با وزیر زراعت صحبت نمودند.
مولوی عطاءالله عمری ضمن قدردانی از تلاش‌ها و دیدگاه‌های این بزرگان، بر اهمیت حفاظت از منابع طبیعی تأکید کرد و هدایات لازم را در مورد اجاره زمین‌های زراعتی صادر نمود.
این دیدار به منظور تقویت همکاری میان مردم و وزارت زراعت در راستای بهره‌برداری بهتر از منابع و توسعه زراعتی منطقه صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي. . .

بازگشت