د کونړ د څېړنو مدیریت خزاني کمپاین بشپړ شو 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
د کونړ د څېړنو مدیریت خزاني کمپاین بشپړ شو 

۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کونړ د څېړنو مدیریت د خزاني کمپاین په لړ کې په سالارباغ څېړنیز فارم کې د صنعتي بوټو په برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړل. د تخم خالص کولو او مشاهداتي پلاتونو د کښت لپاره د شړشمو ۸ ډوله په ۹۰ مترمربع ساحه کې او د غری ۴ ډوله په ۶۰ مترمربع ساحه کې وکرل شول.
د یاد کمپاین په پایله کې د کونړ د څېړنو مدیریت خزاني پلان په بریالیتوب سره تطبیق او بشپړ شو، چې په راتلونکو څېړنو او پرمختیایي چارو کې به مرسته وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت