د کندهار ارغنداب کې لسګونو کسان د لبنیاتو، تازه مېوو او سبو پروسس په برخه کې روزل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۱
د کندهار ارغنداب کې لسګونو کسان د لبنیاتو، تازه مېوو او سبو پروسس په برخه کې روزل کېږي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د (آی، آر، یو، کي) ادارې په مالي او د اسلامي هوساینې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ، د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، ددې ولایت ۲۰۰ اړمنو او بېوزلو کسانو ته د لبنیاتو، تازه مېوو او سبو پروسس کولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي. د دې روزنې موخه د تازه محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی او د ګډونوالو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د اچار جوړولو، د لبنیاتو څخه د ګټې اخیستنې، دمېوو په ښه توګه پروسس کولو او مربا جوړولو اړوند عملي او نظري روزنه ورکول کېږي. د دې پروګرام اصلي موخه د تازه مېوو، سبو او لبنیاتو د ضایع کېدو مخنیوی، د تازه محصولاتو لپاره بازار موندنه، بېوزلو خلکو ته د کار فرصتونه برابرول او د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایی، چې دا روزنیز پروګرام به په اتو ټولګیو کې ترسره شي، چې په هر ټولګي کې به ۲۴ کسان ګډون ولري. ګډونوالو ته به هم عملي او هم نظري روزنه ورکول کېږي، چې دا روزنه به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
د روزنیز پروګرام ګډونوال هم له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي او وايي، چې دغه زده کړې به د دوی په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راولي. هغوی د کرنې ریاست څخه د دې ګټور اقدام لپاره مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ورته روزنیز پروګرام به ژر په ارغستان ولسوالی کې هم پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت