د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د جيوديزي او کدستر لوی رییس د پغمان ولسوال سره وکتل 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۵۲
د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د جيوديزي او کدستر لوی رییس د پغمان ولسوال سره وکتل 

۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست د جیوډیزي او کډسټر عمومي رییس مولوی سعیدالرحمن مظهري، د یاد ریاست د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون په شتون کې، د کابل ولايت د پغمان ولسوالی ولسوال الحاج قاري علي محمد مجاهد، د پغمان ولسوالی مرستیال مولوي محمد اعظیم حیدري او په باغ داود کې مېشت يو شمېر اوسېدونکو سره وکتل.
په پیل کې د اراضۍ ادارې د د جیوډیزي او کډسټر عمومي رییس په باغ داود کې د نجيب زراب ښارګوټي ځايي اوسېدونکو د جایدادونو په اړه خبرې وکړې وويل: «د عدليې وزارت ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لخوا د باغ داود ټوله سيمه امارتي تثبيت شوې او په پام کې ده، چې په دغه ځمکه باندې جوړ  شوي ټول کورونه د اراضۍ ریاست لخوا مستحقو کسانو ته په اجاره ورکړل شي.»
ورپسې د کابل ولايت پغمان ولسوال او د اراضۍ لوی رياست يو شمېر مسؤلينو د يادې موضوع په تړاو په خپل وار خبرې وکړې او د دغه کار د اجراآتو او همدارنګه په دغه ښارګوټي کې مېشت اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه يې لازمې لارښونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت