د کندهار دکرنې ریاست: د ارغستان د سردرې چکډېم رغنیزې چارې نږدې ۵۰ سلنه بشپړ شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۱:۳۶
د کندهار دکرنې ریاست: د ارغستان د سردرې چکډېم رغنیزې چارې نږدې ۵۰ سلنه بشپړ شوي

 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کندهار د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ ریاست؛ د طبیعي سرچینو آمریت سره کډ پلاوي د ارغستان ولسوالی سردرې سیمي چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه. ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې له وزارت څخه محمدیونس توتاخیل، انجنیر وحیدالله آمین او دکندها ردکرنې ریاست  څخه انجنیر روح الله روحاني شتون درلود.
 یاد ګډ پلاوي د کندهار ارغستان ولسوالی د سر درې چکډېم ودانیزو چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه څارنه وکړه. د یادي څارنې پر مهال، د چکډېم د جوړېدو پر بهیر هر اړخیزه کتنه وشوه او د یادو انجینرانو له لوري د چکډېم کارونو د ښه بهبود، لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو په موخو اړوندو چارواکو ته مهمې سپارښتنې وشوې. 
د یاد پلاوي په خبره ددې چکډېم رغنیزې چارې نږدې ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې د څه کم دوو میاشتو په لړ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. 
نوموړي چګډیم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، دکرنې وزارت په پراختیایي بودیجه، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د ارغستان ولسوالی په سردرې کلی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې جوړېږي، چې په کې ۱۰ کسانو ته په فني او ۱۵ نورو کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت