خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د راټولولو او د قاچاق د مخنیوي بهیر څخه څارنه وکړه.
په دې څارنه کې، د کرنې وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري، د شنې قطعې قوماندان مولوي عبدالحلیم یاسین، د افغان کارت امارتي شرکت رییس مولوي سید احمد آغا، او د شنې قطعې ځواکونه هم ګډون درلود او یاد پلاوی ملتیا یې کوله.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې قطعه په خوست ولایت کې په بېلابېلو سیمو کې له قاچاقبرانو څخه سلګونه ټنه بېلابېل ډول لرګي لکه لمنز، بلوط، ارچه، جلغوزه، او نشتر ضبط او راټول کړي دي.
دا چاره د هېواد د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې د پراخې هلې ځلې یوه برخه ده، ترڅو د طبیعي سرچینو د لا زیاتو ویجاړیو مخنیوی وشي.

نظارت از ضبط و جلوگیری از قاچاق چوب در ولایت خوست
۸ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از جریان جمع‌آوری و جلوگیری از قاچاق چوب در چندین منطقه ولایت خوست نظارت کرد.
در این نظارت، ملا سراج‌الحق میرویس ذاکری، رئیس تنظیم جنگلات وزارت زراعت، مولوی عبدالحلیم یاسین، قوماندان قطعه سبز، مولوی سیداحمد آغا، رئیس شرکت امارتی افغان کارت و نیروهای قطعه سبز نیز حضور داشتند و هیئت را همراهی می‌کردند.
بر اساس معلومات ارائه شده، قطعه محافظت از جنگلات امارت اسلامی افغانستان، صدها تُن چوب از انواع مختلف مانند لمنز، بلوط، ارچه، جلغوزه و نشتر را در چندین منطقه ولایت خوست از نزد قاچاقبران ضبط و جمع‌آوری کرده است.
این اقدام بخشی از تلاش‌های گسترده برای حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی کشور و جلوگیری از تخریب بیشتر آن‌ها است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت