پکتیا ولایت ته د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمیټې د فعالیتونو ارزونه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۲۶
پکتیا ولایت ته د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمیټې د فعالیتونو ارزونه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا له والي مهرالله حماد او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې له غړو سره وکتل.
په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غړو د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړل. مولوي فیضان د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې هېچا ته به د ځنګلونو د پرې کولو اجازه نه ورکول کېږي، او ټول د دې ملي پانګې په ساتنه کې مکلف دي.
په دې ناسته کې مولوي عبدالحلیم یاسین، د شنې قطعې (د ځنګلونو ساتنې) قوماندان، مولوي میرویس، د ځنګلونو رییس او د افغان کارت امارتي شرکت رییس سید احمد آغا، هم ګډون درلود.
دا ناسته د پکتیا ولایت د ځنګلونو د ساتنې د پیاوړتیا او د چاپېریال د تخریب د مخنیوي لپاره د هڅو یوه برخه وه.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی به ولایت پکتیا و بررسی فعالیت‌های کمیته حفاظت از جنگلات
۷ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، در جریان سفرش به ولایت پکتیا در نشستی با مهرالله حماد، والی پکتیا، و اعضای کمیته حفاظت از جنگلات دیدار کرد.
در این نشست، اعضای کمیته حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب، گزارش فعالیت‌های خود را ارائه کردند. مولوی فیضان بر اهمیت حفاظت و احیای جنگلات تأکید کرده و گفت که هیچ‌کس اجازه قطع جنگلات را ندارد و همه مکلف به حفظ این سرمایه ملی هستند.
همچنین در این نشست، مولوی عبدالحلیم یاسین، قوماندان قطعه سبز (حفاظت از جنگلات)، مولوی میرویس، رئیس جنگلات، و سیداحمد آغا، رئیس شرکت امارتی افغان کارت، حضور داشتند.
این جلسه بخشی از تلاش‌ها برای تقویت حفاظت از جنگلات و جلوگیری از تخریب محیط زیست در این ولایت بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت