میدان وردګو کې د انجې ترویج په پار هڅې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۲
میدان وردګو کې د انجې ترویج په پار هڅې


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست په دې ولایت کې د انجې دودولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د اسټارز مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت ۵۰ مخکښو بزګرانو ته انجې اصلاح شویو تخمونو د وېش ترڅنګ یادو بزګرانو ته د انجې کرکېلې په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
د چارواکو په خبره په دې روزنیز پروګرام کې یادو بزګرانو ته د خاورې انتخاب، د انجې کښت، د انجې بوټو او یا مستقیم تخم د کرلو ګټې او زیانونه، د اوبولګولو لارې چارې او وخت، د انجې کرونده کې د ناروغیو او افتونو هراړخز کنټرول، د انجې حاصلاتو راټولول او بازارموندنې په برخه کې روزنه وکړل شوه.
د انجې بوټي چې ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي، د کورني بازار تر څنګ نړۍوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي تر څو بزګرو ته نوي ارزوښت لرونکي نباتات ترویج او تکثیر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت