کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کندهار اقتصاد ریاست په همغږۍ، د آی، آر، یو، کې سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان اسلامي هوسایني مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو او مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په یوه خصوصي کنفرانس هال کې ترسره شو.  
په دې روزنیز پروګرام کې ۲۴ کسانو ګډون وکړ، چې هغوی ته د لبنیاتو تولید، اچار او مربا جوړولو اړوند نظري او عملي زده‌کړې ورکړل شوې. ټاکل شوې ده چې دغه روزل شوي کسان به له دې زده‌کړو وروسته د کندهار ارغستان ولسوالۍ په ۱۶ ټولګیو او د ارغنداب ولسوالۍ په ۸ ټولګیو کې روزنیز پروګرامونه ترسره کړي. هر ټولګی به ۲۴ ګډونوال ولري، او هرې ډلې ته به یو روزل شوی کس روزنې ورکوي، ترڅو بزګران او مالداران په خپلو سیمو کې د لبنیاتو او تازه محصولاتو پروسس زده کړي او ګټه ترې واخلي.  
د دې پروګرام موخه د مالدارانو او بزګرانو ملاتړ، د تازه محصولاتو لپاره بازارموندنه، د مېوو او سبزیجاتو د ضایع کېدو مخنیوی، د کارموندنې زمینې برابرول او د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي.  
یادونې وړ ده چې اسلامي هوسایني مؤسسې له دې وړاندې هم د ارغستان او ارغنداب ولسوالیو مالدارانو ته د پنبه تخم، بزو او د څارویو د خوراکي موادو مرستې برابرې کړې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت