د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د قومونو او قبایلو وزارت د سرحدونو د ارزونې له مرستیال سره وکتل  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۹
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د قومونو او قبایلو وزارت د سرحدونو د ارزونې له مرستیال سره وکتل  

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د قومونو او قبایلو وزارت د سرحدونو د ارزونې له مرستیال شیخ محمد اسماعیل غزنوي سره وکتل او د څرځایونو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، مولوي باز محمد فیضان وویل: «څرځایونه د مالدارانو لپاره ډېر مهم دي او جدي اړتیا ده چې تشخیص، تثبیت او ساتنه یې وشي. زموږ په هېواد کې ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، او د څرځایونو شتون د مالدارۍ په برخه کې عمده رول لري».
نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې مالداري لا هم په کلیوالي او دودیز ډول ده. څرځایونه د مالدارانو په ځانګړې توګه د کوچیانو لپاره ډېر زیات ارزښت لري.»  .»
په همدې حال کې، د قومونو او قبایلو وزارت د سرحدونو د ارزونې معین شیخ محمد اسماعیل غزنوي وویل: «تخنیکي پلاوي د کرنې له وزارت سره په همغږۍ ټاکل شوی چې په نهه ولایتونو کې د څرځایونو مساحت، د وښو تولید کچه، څرځایونو د کرنیزو ځمکو او ودانیو په ځمکو د بدلولو کچه، د څرځایونو د ورانېدو اندازه او د غصب اندازه تثبیت او تشخیص کړي، ترڅو یې ساتنه وشي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه: «په څرځایونو د طرزالعمل له مخې د کوچیانو د تګ راتګ لارې هم مشخصېږي، ځکه چې د څرځایونو اکثریت ګټه اخیستونکي کوچیان دي او په افغانستان کې د مالدارۍ ډېره برخه په کوچیانو پورې اړه لري».
په دې لیدنه کې، د کوچیانو د انسجام عمومي رییس الحاج ګل زرین کوچی، د اراضۍ عمومي رئیس مولوي محمد مظلوم، د طبیعي سرچینو عمومي رئیس مولوي عبدالاحد خلیل او د کرنې او قومونو او قبایلو وزارتونو یو شمېر متخصصینو ګډون درلود.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با معین بررسی سرحدات وزارت اقوام و قبایل
۳ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با شیخ محمد اسماعیل غزنوی، معین بررسی سرحدات وزارت اقوام و قبایل، دیدار کرد و در مورد علفچرها گفتگو نمود.
مولوی بازمحمد فیضان در این دیدار گفت: «علفچرها برای مالداران بسیار اهمیت دارند و نیاز جدی به تشخیص، تثبیت و محافظت دارند. در کشور ما بیشتر مردم در زراعت و مالداری مشغول هستند و داشتن علفچرها نقش عمده‌ای در مالداری ایفا می‌کند.»
وی افزود: «هنوز مالداری در افغانستان به‌طور عمده به شکل روستایی و سنتی است و علفچرها برای پرورش مالداران، به‌ویژه کوچی‌ها، اهمیت بیشتری دارند.»
شیخ محمد اسماعیل غزنوی، معین بررسی سرحدات وزارت اقوام و قبایل، در این باره گفت: «یک هیئت تخنیکی در هماهنگی با وزارت زراعت برای تشخیص و تثبیت علفچرها تعیین شده است که در نُه ولایت مساحت علفچر، مقدار تولید علف، میزان تبدیل علفچر به زمین زراعتی و ساخت اماکن، مقدار تخریب علفچر و اندازه غصب آن را تشخیص و تثبیت می‌کند تا از آن محافظت شود.»
وی همچنین اضافه کرد: «در طرزالعمل علفچرها، مسیر عبور کوچی‌ها نیز مشخص خواهد شد، زیرا اکثریت مستفیدین علفچرها کوچی‌ها هستند و اکثریت مالداری در افغانستان را کوچی‌ها تشکیل می‌دهند.»
در این دیدار، الحاج گل‌زرین کوچی، رئیس عمومی انسجام کوچی‌ها، مولوی محمد مظلوم، رئیس عمومی اراضی، مولوی عبدالاحد خلیل، رئیس عمومی منابع طبیعی، و شماری از متخصصین وزارت زراعت و وزارت اقوام و قبایل حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت