هلمند کې د مالدارانو سره د شېدو ساتلو لوښو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۵
هلمند کې د مالدارانو سره د شېدو ساتلو لوښو مرسته وشوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالی کې ۱۰۰ مالدارانو ته د شیدو د ساتلو المونیمي لوښي ووېشل شول.
یاده مرسته د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او څارویو روغتیا آمریت د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ کړې ده. دا لوښي د موسی قلعه د کرنې مسؤل مولوي حنیفي په همکارۍ هغو مالدارانو ته ووېشل شول، چې خپلې شیدې د شیدو راټولونې او پېرودنې مرکزونو ته رسوي.
د دې لوښو کارولو سره به مالداران وکولی شي شیدې په منظمه او پاکه توګه یادو مرکزونو ته ورسوي، چې په دې سره د شیدو د ضایعاتو او ناروغیو د لېږد مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت