د کندهار ارغنداب کې د طبیعي سرچینو ساتنې او پراختیا په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۴۷
د کندهار ارغنداب کې د طبیعي سرچینو ساتنې او پراختیا په پار هڅې

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست؛ د ارغنداب ولسوالی د څړځایونو د تنظیم مسؤلینو له خوا د طبیعي بوټو، رودخونو او څړځایونو د ساتنې او پوهاوي په موخه کمپاین ترسره شو.
په یاد کمپاین کې د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د طبیعي زېرمو، څړځایونو، رودخونو او طبیعي بوټو د ارزښت، دې زېرمو ته ځانګړې پاملرنې او د هغوی د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
 دغه راز ددې کمپاین په ترڅ کې د یادو زېرمو د ساتنې او پاملرنې پر اهمیت ټینګار وشو او د طبیعي زېرمو د تخریب او زیانمنولو د مخنیوي په موخه سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې د کرنې مسؤلینو د طبیعي سرچینو د تخریب د مخنیوي لپاره تر بل هر وخت زیاته پاملرنه کړې او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد طبیعي شتمنۍ زیانمنې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت