په کرنې وزارت کې د سایبري بریدونو د ګواښونو د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۴۱
په کرنې وزارت کې د سایبري بریدونو د ګواښونو د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

۳۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کرنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ او بشري سرچینو ریاستونو په همغږۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ټولو کارکوونکو ته د سایبري بریدونو د ګواښونو د پوهاوي لپاره یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.
په دې یو ورځني ورکشاپ کې د سایبري بریدونو، له دغو بریدونو څخه د مخنیوي لارو، سایبري امنیت او د هغه ګټو او د معلوماتو د خوندي کولو د لارو چارو په اړه بېلابېل موضوعات وڅېړل شول.
سایبري بریدونه د مجازي فضا له لارې د سازمانونو په فعالیتونو کې ګډوډي، د سیسټمونو غیرفعاله کول، د زیربناوو ورانول یا کنټرول او د حساسو معلوماتو غلا ته ویل کېږي، چې د سازمانونو او افرادو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

ورکشاپ آگاهی‌دهی خطرات حملات سایبری در وزارت زراعت دایر گردید
۳۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی به هماهنگی ریاست تکنالوژی معلوماتی و منابع بشری وزارت زراعت، ورکشاپی را به منظور آگاهی‌دهی از خطرات حملات سایبری برای تمام کارمندان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار کرد.
این ورکشاپ به مدت یک روز برگزار شد و موضوعات مختلفی از جمله حملات سایبری، روش‌های جلوگیری از این حملات، امنیت سایبری و مزایای آن، و نحوه حفاظت از اطلاعات مورد بررسی قرار گرفت.
حملات سایبری به معنای استفاده سوء از فضای مجازی برای اخلال در فعالیت‌های سازمان‌ها، غیرفعال سازی سیستم‌ها، تخریب یا کنترل زیرساخت‌ها، یا سرقت اطلاعات حساس است که می‌تواند تهدید جدی برای سازمان‌ها و افراد به شمار رود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت