د خوست شمل فارم کې د کبانو روزنې پروژې له کارونو څخه څارنه وشوه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۳۴
د خوست شمل فارم کې د کبانو روزنې پروژې له کارونو څخه څارنه وشوه  

۳۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست انجینرانو په شمل فارم کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې له کارونو څخه د څارنې پر مهال د دې پروژې تطبیقوونکو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې انجینرانو د شمل فارم د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د پرمختګ او کیفیت څخه څارنه وکړه. د دې پروژې کارونه د کرنې ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې د نقشې او پلان مطابق په منظمه توګه پر مخ روان دي. د انجینرانو له‌خوا د کیفیت د ښه کولو او د انجنیرۍ اصولو مطابق د پروژې پر ټولو چارو ټینګار وشو او اړینې لارښوونې هم ترسره شوې.
د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د خوست ولایت د کرنیز سکتور د پراختیا یوه مهمه برخه ده، چې موخه یې د کبانو تولید زیاتول او خلکو ته د تازه کبانو د لاسرسي اسانتیا برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت