سوداګریزو توکو د بسته بندۍ او صادراتو مرکز د جوړولو په موخه د کرنې وزارت لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقالېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۳۸
سوداګریزو توکو د بسته بندۍ او صادراتو مرکز د جوړولو په موخه د کرنې وزارت لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقالېږي

۱۸ جمادی الاول ۱۴۰۶ هـ.ق
۳۰ لړم ۱۴۰۳ هـ.ش
په دغه ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې وه، د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد سعید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رئیس محمد مجتبی زرشويي ګډون درلود.
یاده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس، هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۰۰ جریبه ځمکه باندې د سوداګریزو توکو د صادراتو د بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقالېږي.
د یادې ځمکې د انتقال تړون د کرنې وزارت اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد سعید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رئیس محمد مجتبی زرشويي ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت