کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ پر مخ روانه ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۲۶
کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ پر مخ روانه ده

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار کرنیزو چارو آمریت او اړوندو کمیټو همکارۍ تر لاندې، تر دې دمه ۱۳۰۰ ټنه مازاد غنم پېرلي او ذخیره کړي دي. د ا.ا.ا زعیم عالیقدر، امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله تعالی) د حکم سره سم، دغه غنم په تخنیکي همکارۍ ذخیره شوي تر څو د بحراني حالاتو، وچکالۍ او طبیعي پېښو په وخت کې د غنمو نشتوالی مخنیوی وشي.
د غنمو د کیفیت ارزونې او پېرلو پروسې څارنه د کندهار کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی کړې ده. هغه د پېرلو او تسلیمۍ کمیټو سره لیدنه وکړه، د هغوی کارونه یې وڅارل او د غنمو د کیفیت په اړه اړینې سپارښتنې یې وکړې.
مولوي موسی ټینګار وکړ چې د غنمو پېرلو پر مهال باید د غنمو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي او یوازې ښه کیفیت لرونکي غنم وپېرل شي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال په کندهار کې د ا.ا.ا زعیم عالیقدر، امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې ۵۰۱۰ ټنه مازاد غنم پېرل کېږي، چې د دې پروسې لپاره بېلابېلې کمیټې ټاکل شوې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت