د کرنیزو چارو د میکانیزې ریاست

mail-admin

لنډه پیژندنه:

د کرنیزو چارو د  میکانیزې ریاست  په ۱۳۵۹ کال کې د کرنې په پرمختللې بڼه او د کرنې دودیز سیستم په پرمختللي او ماشیني سیستم بدلولو په پاره د کرنې وزارت په اډانه کې رامنځ ته شوی دی. په پیل کې یې خپل فعالیت د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بودیجوي واحد او یا هم د تصدی په بڼه پیل کړی دی.

د خپل پراختیايي پلان پر بنسټ هر کال  د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې  نوي ستیشنونه  رامنځ ته کوي او د د ماشینری په  بڼه خدمتونه وړاندې کوي.

دغه ریاست له  ۱۳۶۶ څخه تر ۱۳۷۳ کال پورې  د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې فعاله شتون درلود، خو د وخت د اړتیا په اساس یی په ۱۳۷۳ کال کې  په حقوقي ډول له تصدی څخه د بودیجوي واحد په توګه  اوښتون کړی دی.

دمګړی دا  ریاست د ۲۷۲ فعالو  او شپږ عرادې کمپایني تراکټورنو په لرلو  او د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې  کروندګرو ته د غنمو د میده کولو(تریشل) ماشینونو په واک کې ورکولو او همدا راز  د کوپراتیفونو   او د  کرنیزو فارمونو په برخه کې په پرمختللې او ماشیني دول سره خدمتونه وړاندې کوي. 

د کرنیزو چارو د میکانیزې ریاست موخې:

  1. په پرمختللې او ماشیني کرنیز سیستم  د دودیز او سنتي کرنیز سیستم بدلول.

  2. د کرنیزو ماشینونو رواجول او د دې ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې روزنه ورکول.

  3. په في واحد ځمکه  کې، د کرنیزو حاصلاتو  په کچه کې لوړوالی رامنځ ته کول.

  4. په کرنیزو چارو کې د بیلا بیلو  ماشینونو څخه دګټې اخیتسنې په ترڅ کې  د تولیداتو په لګښت کې کموالی رامنځ ته کول.

  5. په ټاکلي وخت سره د کرنیزو محصولاتو  اخیستل.

  6. د کرنیزو محصولاتو له ضایع کیدو څخه مخنیوی کول.

  7. د کرنیزو حاصلاتو په کچه کې د کیفیت او کمیت له اړخه زیاتوالی رامنځ ته کول.

  8. د کروندګرو، کوپراتیفونو لرونکو او کرنیزو فارمونو لرونکو  لپاره د ماشینری خدمتونو وړاندې کول.

  9. تراکټور چلونکو، ماشین کارانو او میکانیک برخې کسانو  ته  د لنډ مهاله روزنیزو  پرورګرمونو په ترڅ کې روزنه ورکول.

  10. د کرنیزو ماشینونو د تیلو د سوځیدنې او نورو اړتیا وړ توکو د معلوماتي لوحو ترتیبول.

  11. د هېواد د  اکاډمیکو مؤسسو او نړیوالو مؤسسو ترمنځ د اړیکو ټینګول.

  12. د کرنیزو  بیلا بیلو ماشینونو بیارغونه.

  13. د کرنیزو ماشینونو د ساتنې مدیریت کول او همدا راز په  فنی او تخنیکي برخو کې  د روزنیزو کورسونو پرانیستل.

د کرنیزې میکانیزې ریاست لاسته راوړنې:

  1. د موقتې ادارې له رامنځ ته کیدو څخه وروسته د فنی، پرسونلي  او ماشینريامکاناتو بیا رغونه.

  2. د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د اګرو تخنیکي ستندرد امکاناتو په برخه  کې د خدمتونو وړاندې کول.

  3. د ایران هېواد د مرستو را جلبول او له هغې څخه مدیریت کول.

  4. د دولت  د پراختیايي مرستو را جلبول او له هغې څخه مدیریت کول.

  5. د ایران هېواد د مرستو په ترڅ کې د  کرنیزې میکانیزې مرکزونو بیا رغونه، د اداري ودانیو رغول او په فراه، نیمرزو، قندهار، هلمند، بامیان او کابل ولایتونو کې د تخنیکي ورکشاپونو جوړل.

  6. د مرکزي دفتر رغول.

  7. د چین هیواد دمرستو را جلبول او د هغې مدیریت کول.

  8. په هېوادکې او له هېواده څخه بهر د فنی اود مدیریت په برخه کې د وړتیاوو لوړول.

  9. د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د شته امکاناتو په ترڅ کې د ماشینری د ستشنونو پیاوړي کول.

  10.  له IRD-AVIP-IDIANEW-PRT مؤسسو  سره د هېواد د ۲۱ ولایتونو د برګزو او د کوپراتیفونو د غړو لپاره د ۳۸۰۵ عرادې ټراکټورونو د ویش په برخه کي همکاري کول.

  11. په ۲۰۱۷ کال کې   چین هیواد ته د  کرنیزو ماشینونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې د روزنې په پار له مرکز او ولایتنونو څخه  د  ۱۰ کسه کارکونکي لیږل.

  12. د ۲۰۱۷ کال په لړ کې هند ته د   هیواد په اقتصاد کې د  کرنیزو ماشینونو د نقش درلودلو  د رزونې په پار د یوه کارکوونکو لیږل.

  13. په ۲۰۱۷ کال کې ټایلنډ هیواد د کرنیزو ماشینونو د تخنیک  په برخه کې د رزونې په پار ددې ادارې د یوه کارکونکی ته لیږل.

  14.  د ۱۳۹۵ کال په لړ کې چین هیواد ته د پرمختللي کرنیز اقتصاد د مدیریت په سیمنار کۍ د ګډون په پار ددې ادارې د دوه کارکونکو لیږل.

  15. ایران هیواد ته  د کرنیزې اقتصادي میکانیزې په برخه کې د روزنې په پار په دریو دورو کې  د مرکزي او ولایتي ۳۰ تنه کارکوونکو  لیږل.

د کرنیزې میکانیزې  ریاست لرلید:

د کرنیزو محصولاتو واردول، د کرنیزو محصولاتو د بیو بدلون  او د خوارکی توکو د بنسټیزوالي نه خوندیتوب، له سنتی او دودیزو لارو چارو  څخه ګټه اخیستنه،چې د تولیداتو  لګښت یې زیات کړی  دی او د واردیدونکو  محصولاتو پر وړاندې یې د محصولاتو سیالي   کمه کړی ده، دا ټول   یو له هغه ستونزو څخه دي، چې د هیواد د کرنې وده یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

د وخت او ځآی د کنترو ل او د نورو پر اختیايي فکټورنو په  شتون  او همدار راز په کرنیزو عملیاتي بیلا بیلو مرحلو کې  د کرنیزو ماشینونو څخه د ګټې اخیستنې له امله په کرنیزو   زیربنايي چارو کې پیاوړتیا رامنځ ته شوې ده، او په پایله کې د کمیت او کیفیت له اړخه د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالی سبب  شوي دي.

د کرنیزو چارو د  میکانیزې ریاست  د کرنې د ودې او  یوه خوځنده زیربنايي مټ په توګه  د خپلې ۳۷ کلنې تجربې په اساس  دا  وړتیا لري، چې په هیواد کې  د بیلا بیلو کرنیزو ماشینونو څخه د ګتې اخستنې د رواجولو  او د اګروتخنیکي ستندرد خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزنې ورکړي.

نوموړی ریاست لخوا د  د روزنیزو برنامو د جوړیدو له امله په هیواد کې کروندګرو ته ددې وړتیا پیدا کړې ده ، چې له کرنیزو ماشینونوڅخه ښه ګټه واخلي او دغه درسته او په منظم ډول ګټه اخیسته به د هیواد دکرنیزو چارو د ودې او پیاوړتیا سبب شي.

منځ مهاله:

د کرنیزو چارو میکانیزه ریاست د خدماتي او فنی ریاست په توګه ددې جوګه دی، چې کرنیزو ماشینونو مصرفونکي تیلو  او ترمیمیاتو  څخه د ګتې اخیستنې  لاویح او ګړنلارې  برابر کړي او د تقنین په برخه کې یې پیاوړی رول ولري. نوموړی ریاست  له ماشینونو څخه د ښې ګټې اخیستنې ، ساتنې او له ماشینونو څخه د ښه مدیریت کولو په برخه کې کروندګرو ته  د رزونیزو مرکزونو او لنډ مهاله کورسونو جوړلو په برخه کې عمده رول لري.

اوږدمهاله:

په افغانستان  کې په  پرمختللې بڼه د  کرنې  رامنځ ته کول یوې زیاتې پانګې اچونې ته اړتیا لري او ددې ستونزې د هواري په پار دولت ځانګړی سکټور رامنځ ته کوي، تر څو وکولای شي،  د ځانګړې څانګې د هڅونې په نسبت د قانوني او  لارښوونې ورکونې د ملاتړ له لارې  په هېواد کې  د ماشینری خدمتونه ترسره کړي.  د کرنیزو چارو میکانیزه ریاست  د ماشینونو په برخه کې   د فنی مقررات او لوایحو  تدوینولو له امله  ددې وړتیا لرلې ده، چې د کرنیزو ماشینونو واردوونکو ته په  تخنیکي او فني برخه کې د  لارښوونو ورکولو امکانات برابر کړي.

شته پیاوړي امکانات:

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د  فعالو ستیشنونو شتون ، د ۱۰۰ عرادې رایس پلنټر او ۴۹۵ عرادې ټراکټورونو د پلان شامل۲۷۲ عرادو ټراکټورونه ، چې د پتنسیل د زیرمه کولو په صورت کې ددې وړتیا لري،چې د هیواد د کرنیزو چارو د معیارونو برابر او سټندر اګرو تخنیکي خدمتونه وړاندې کړي.