د کندهار ډنډ کې څه باندې درې زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۹:۲۳
د کندهار ډنډ کې څه باندې درې زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ډنډ ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې درې زره او ۱۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شوه.
په دې پروسه کې هغه بزګران مستحق وګڼل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی او د تخم او سرې د پېرلو توان نه لري. هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، څو بزګران د راتلونکي فصل لپاره پر وخت چمتو شي.
د دې مرستو موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي، چې د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د ودې لپاره مهم ګام دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کندهار په نېش، معروف، ښورابک، ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې ورته مرستې وېشل شوي، چې پکې ۸۴۱۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سره رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل. . .

بازگشت